IQNA

قرآني سورې/75

د  انسان د ګوتو اثر،دخداوندمتعال د قدرت یوه نښه ده

8:27 - May 08, 2023
د خبر لمبر: 3487301
ایکنا-(تهران) یو هغه ترټولو عجبیه شی چې  انسان ئې د خپلو سترګو په وړاندې  لري،البته ورباندې لا کم فکر کوي،  هغه د ګوتو اثر یا نښې دي. یوه داسې مسئله چې د پوهانو د مطالعې پهاساس ښئ چې د یوه انسان د ګوتو اثر د بل هیڅ یوه انسان په شان نه دي. دا موضوع په قرآن کریم کې  دخدای تعالی د قدرت  دیوې  نښې په توګه بیان شوې ده.

د قرآن کریم پنځه اویایمه سوره ؛قیامه؛نومیږی. دغه سوره څلویښت آیتونه لري او د قرآن کریم په نهه ویشتمې سورې کې واقع ده . دغه سوره چې یوه مکې سوره ده، د نزول په ترتیب کې یو دیرشمه سوره ده چې پر پیغمبراکرم(ص) نازله شوې ده.

؛قیامت؛ دمعاد د ورځې په معنا دی ،هغه ورځ چې ټول له قبرونو پاڅيږي  او په جنت یا  جهنم کې دخپل ابدي برخلیک په لور ځي .ددغې سورې په لومړي  آیت کې په قیامت سوګند پورته شوی دی اوهغه ورځ  نسان ته وریادوی. د سورې نامه هم  دهمدغه آیت  څخه اخستل شوې ده.

د قیامت سوره،د قیامت اومعاد د ورځې قطعی کیدا او د قیامت د ورځې  حالات بیانوی او انسان په بلې دنیا کې په دوو ډلو کې ګڼي.یوه ډله  تانده اونوراني او بله ډله ههم خپه او ترینګلي . دغه سوره بیا یادونه کوي چې  انسان پر خپل  نفس پوه او پر خپل چلند دانا دی ،که څه هم  پلمه جوړوي  او  خپل  تیروتي کارونه او ګناه ردوي. په پاي کې منکران وائي ، هغه خدای چې  انسان ئې  له مطلق نیشتوالي  په یوې نطفې او بیا د وینې په یوې ټوټې وپنځوه.آیا ددې جوګه نه دی چې مړي راژوندي کړي.؟

 دغه موضوع د قیامت سورې په  دریم او څلورم آیتونو کې راغلې ده، چې فرمائي؛ أَيَحْسَبُ الْإِنسَانُ أَلَّن نَّجْمَعَ عِظَامَهُ بَلَى قَادِرِ‌ينَ عَلَى أَن نُّسَوِّيَ بَنَانَهُ: آیان انسان فکر کوي چې هیڅکله به ئې هډوکي راغونډ نه کړو؟هؤ! ددې جوګه یوو چې (حتی د سر لیکې او ویښتان) د تاسو ګوتې منظمې او مرتب  کړو:

دغه آیتونه هغه مهال نازل شول چې دپیغمبر اکرم(ص) یوه ګاونډي د قیامت د ورځ په باب پوښتنه وکړه او وې وئيل،خداوندمتعال څرنګه د مړو هډوکي غونډوي او (په آخرت کې) بیا انسان راپاڅوي. قرآن  ددغه انکار په ځواب کې وائي،خداوند نه یوازې دهډوکي ،بلکې قادر دی د تاسو دګوتو سرونه هم بیا ورغوي . وئيل شوي دي  دغه آیتونه  د هر یوه انسان او د هغه د  ګوتو د سر اثر او نښې اوپيژندګلوۍ  لطافت ته اشاره  کوي. نن  سبا د ګوتو لګول  او د ګوتو اثر په بشپړ ډول علمی شوي او پوهاندو ثابته کړې ده چې  داسې  ډير کم پيدا کیږي، چې له یوه بل سره د ګوتو اثر یا نښې یو شان وي.د المیزان تفسیر  لیکونکی هم په دې اند دی چې که  د بدن په غړو کې، یوازې  ګوتې مطرح شي، نو ممکنه ده  د  مختلفو شکلونو له نظره د هغو دعجبیه خلقت ته داشارې لپاره ډيرخصوصیات  او ګټې ولري.

captcha